د سوډان جګړه؛ پلازمینه خرطوم کې هوایي برید سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوډان پلازمېنه خرطوم کې تېره ورځ د هوایي برید له امله سلګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینې وایي، برید د چټک غبرګون ځواکونو تر ولکې لاندې سیمه کې شوی، چې پکې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د سوډاني ځواکونو ویاند ویلي، چې دغه هوايي برید د هغو “ملېشو” پر ضد شوی، چې د هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښوي؛ خو چټک غبرګون ځواکونه بیا ادعا کوي، چې بمباري قصداً پر ملکي سیمو شوی.
د بشر حقونو سازمانونه د پېښې د بې پرې څېړنې غوښتنه کوي او وایي، چې ښکیل لوري باید د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
په خرطوم کې نښتې او هوایي بریدونه لا هم دوام لري او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته.



