حماس نړیوالو ته: د صهیونیستي ريژیم د جنایتونو مخه ونیسئ-اوربند له جدي ګواښ سره مخ ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې د اسرائيلي رژیم لخوا په غزه کې روانو جنایتونو د اوربند هوکړه له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

حماس له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د صهیونیستي اشغالګرو دا سرغړونې ودروي او هغوی اړ کړي، چې د اوربند شرطونو ته ژمن پاتې شي.

د حماس ویاند “جهاد طه” ویلي، چې د اشغالګرو لخوا په دوامداره توګه ملکي سیمو او بې‌ګناه خلکو باندې بریدونه د هوکړې صراحتاً نقض دی او نړیوال باید د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

حماس خبرداری ورکړی، که دا سرغړونې دوام ومومي، نو د اوربند راتلونکی به له ستونزو سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button