د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۸۷۹ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د سه شنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۸۷۹ کورنۍ (۴۷۹۴ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي او د ثبت، بایومتریک، لېږد، روغتیايي خدمتونو، مخابراتي اسانتیاوو او مالي مرستو په ګډون اړین خدمات ورسره ترسره شوي دي. تر ټولو ډېر مهاجر د سپین بولدک له لارې راستانه شوي چې شمېر یې ۵۸۸ کورنیو او ۳۲۶۶ کسانو ته رسېږي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د لېږد په برخه کې ټولټال ۱۵۳۹ کورنۍ (۷۹۴۱ تنه) هېواد د بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د کرایې لپاره شاوخوا ۶.۲ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي. همداراز ۶۹۳ کورنیو ته ټولټال ۵.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې رسېدلې دي.
د خدماتو په برخه کې له مهاجرینو سره د خوراک، روغتیا او مخابراتو اړینې مرستې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button