امریکا: که ټرمپ پرېکړه وکړي، د وینزویلا پر ضد پوځي اقدام ته چمتو یو – مادورو: د هېواد دفاع کوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، که ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه وکړي، د امریکا پوځ چمتو دی چې د وینزویلا پر ضد پوځي اقدام ترسره کړي.

دغه څرګندونې پرون سه‌شنبه شوې، چې ورسره سم د لاتینې امریکا او کاراييب سیمې هېوادونه اندېښمن شوي دي.

کیوبا د امریکا دا دریځ د نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې د واشنګټن دا تهاجمي پالیسۍ د سیمې امنیت ته جدي ګواښ متوجه کوي.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو بیا ژمنه کړې، چې هېواد به یې د هر ډول امپریالیستي او افراطي ګواښونو پر وړاندې کلکه دفاع وکړي او ولس ته یې ډاډ ورکړی، چې چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا د احتمالي پوځي مداخلې پر وړاندې به هر ډول لازم اقدامات ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button