د خراسان رضوي والي په مشرۍ ایراني پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هرات ته راغلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د هرات سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د ایران د خراسان رضوي والي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن د اسلام‌کلا له لارې هرات ته راغلی دی.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د اسلام‌کلا ـ دوغارون بندر له لارې د تګ‌راتګ د لا اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ترسره شوی دی.

د چارواکو په وینا، ایراني پلاوی به له افغان لوري سره د پخوانیو هوکړو د ارزونې تر څنګ د اقتصادي، سوداګریزو او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه مفصلې خبرې وکړي.

مسوولین وایي، له دې سفر څخه تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مدیریت، ترانزیټ، سوداګرۍ او تګ‌ راتګ په برخو کې نوي عملي ګامونه او همغږي رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button