افراسیاب خټک: مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا حقونه تر پښو لاندې کړي او د پښتنو اقتصادي وژنه روانه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د کوزې پښتونخوا پخواني سناتور او سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، چې د پاکستان مرکزي حکومت – اسلام اباد د خیبرپښتونخوا قانوني حقونه سلب کړي او هغه قانون یې ختم کړی چې پر بنسټ یې صوبه خپلو اساسي حقونو ته رسېدی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې اوسني ترمیمونه د ۱۹۷۳ اساسي قانون بڼه له منځه وړي او وضعیت د ایوب خان د ۱۹۶۲ دور ته ګرځېدلی، چې دا کار د پاکستان لپاره ډېر خطرناک دی او د هېواد د جمهوریت بنسټونه زیانمنوي.

خټک زیاته کړه، چې په زور نه پښتانه، نه بلوڅ، نه سندیان او نه هم د کشمیر او ګلګت بلتستان خلک خپليدای شي او لازمه ده چې ټولو ته خپل حقونه ورکړل شي.

هغه د سوداګریزو لارو تړل د “پښتنو اقتصادي قتل” وباله او دا یې د پښتنو پر ضد جګړه وبلله.

نوموړي د افغانستان په اړه هم څرګندونې وکړې او ويې ویل، چې پاکستان باید د افغانستان د لاندې کولو فکر له ذهنه وباسي، ځکه ډېر حکومتونه په دې هڅو کې ستړي شوي.

افراسیاب خټک ټینګار وکړ، چې پاکستان دې افغانستان د یو ازاد او خپلواک ګاونډي په توګه ومني او ورسره دې د ورورولۍ چلند وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button