منظور پښتون: په کُرمه، وزیرستان او باجوړ کې د پوځ بریدونه د پښتنو پر ضد منظمه نسل وژنه او وحشت دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي چې په سنټرل کُرم میله مناتو، وزیرستان اعظم ورسک او باجوړ کې ټولې تازه مرګ‌ژوبلې د پاکستاني پوځ د بریدونو او د دوی د خښو ماینونو له کبله رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، په کُرم کې پوځ د دوو کورنیو پر کورونو برید کړی چې په پایله کې پنځه عام ملکي پښتانه وژل شوي، او په وزیرستان کې د پوځ په چاپه کې یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې په باجوړ کې د پوځ له خوا خښ کړل شویو ماینونو چاودنه شوې چې درې کم عمره هلکان شهيدان دي.
منظور پښتون وايي، په ډي‌ آی‌ خان کې د یو بل کم عمره ځوان د وژل کېدو راپور هم راغلی او دا ټولې پېښې د یوې ورځې په اوږدو کې د پوځ په مستقیمو عملیاتو یا خښو اوږدمهالو چاودیدونکو توکو کې شوي دي.
منظور پښتون دغه پېښې «یوازې عادي خبرونه نه، بلکې د ریاست منظم ظلم او د پښتنو پر ضد دوامداره نسل‌وژنه» بولي.
هغه د پاکستانۍ میډیا، پارلمان او عدلیې پر چوپتیا نیوکه کړې او له ټولو پښتنو غواړي چې د خپل ولس پر ضد دا ډول بریدونو ته غلي پاتې نه شي او د ګډ دریځ له لارې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button