د سپینې ماڼۍ نژدې وسلهوال برید؛ د امریکا د سپېشل فورس سره پخوانی افغان همکار د نیشنل ګارډ په ډزو تورن او نیول شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ دوه بلاکونه وړاندې د نیشنل ګارډ پر دوو سرتېرو وسلهوال برید شوی چې په نتیجه کې دواړه سخت ټپیان شوي دي.
د واشنګټن ښاروال دا پېښه «هدفمند برید» بللې ده. د پولیسو په وینا، یوه وسلهوال د چهارشنبې ماسپښین پر سرتېرو ډزې وکړې او د نیشنل ګارډ نورو غړو د ډزو تر اورېدو وروسته بریدګر په چټکۍ سره ونیوه.
راپورونه وايي چې له پېښې وروسته سپینه ماڼۍ لنډمهاله تړل شوې وه او د ښار په مرکزي هوايي ډګر کې الوتنې هم مؤقتآ ځنډول شوې وې.
د پېښې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ فلوریډا کې و او ویلي یې دي چې «بریدګر به د خپل عمل درنه بیه پرې کړي.» د امنیتي سرچینو په وینا، نیول شوی کس رحمانالله لکنوال نومېږي او په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته تللی افغان تبعه دی.
د هغه د نږدې کسانو د معلوماتو له مخې لکنوال د افغانستان د جمهوریت حکومت پر مهال لس کاله د ملي اردو غړی و، په قندهار کې په یوې پوځي اډه کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو (Special Forces) سره یې ګډ کار کړی او د جګړو پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ملاتړ کاوه.
نوموړی په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د «آپریشن الایز وېلکم» له لارې امریکا ته انتقال شوی و او په ۲۰۲۵ کال کې یې د پناه غوښتنې اسناد هم ترلاسه کړي وو. چارواکي وايي د برید د انګیزې په اړه څېړنې روانې دي.



