حامد مېر: بابر اعوان د عمران خان د حالت «مرګ-ژوند» د وضاحت لپاره له اډیاله جېل سره بېړنی تماس نیولی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

پاکستانی ژورنالیست حامد مېر وايي چې د تحریک انصاف مخکښ مشر ډاکټر بابر اعوان د اډیاله جېل له مسؤول افسر سره رسمي تماس نیولی او غوښتنه یې کړې چې د عمران خان د روغتیا، وضعیت او «مرګ-ژوند» په اړه خپاره شوي افواهات باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د حامد مېر په وینا، بابر اعوان د جېل مسؤولینو ته پیغام استولی چې یا دې د عمران خان او د هغه د کورنۍ د غړو لیدنه ممکنه کړي، او یا دې د ویډیو کال له لارې د تحریک انصاف د مشر مستقیم تماس تنظیم کړي.

هغه ټینګار کړی چې د ملاقات لپاره د عدالت حکم هم ورسره شته، خو بیا هم د لیدنې اجازه نه ورکول کېږي.

حامد مېر زیاتوي چې د عمران خان د ژوند او روغتیا په اړه د بې‌باورۍ سبب د جېل له لوري معلوماتو نه ورکول دي، او د بابر اعوان غوښتنه دا ده چې د شفافیت لپاره باید ژر تر ژره ملاقات یا ویډیويي خبرې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button