د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۸۹۷ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د هېواد له بېلابېلو لارو ۸۹۷ کورنۍ (۳۹۹۲ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او د ثبت، بایومتریک، لېږد، روغتیايي خدمتونو، مخابراتو او مالي مرستو په ګډون اړین خدمات ورسره ترسره شوي دي. تر ټولو ډېر مهاجر د سپین بولدک له لارې راستانه شوي چې شمېر یې ۶۲۳ کورنۍ او ۲۵۵۰ تنه دی.

دغه راز د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۲۷۴ کورنۍ (۷۶۲۴ تنه) د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لپاره شاوخوا ۶.۳ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي. همداراز ۸۷۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوې ده.

د خدماتو په برخه کې له مهاجرینو سره د خوراک، روغتیا او مخابراتو اړینې مرستې شوي، چې په ټولیزه توګه ۸۴۸ عدده سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی ترڅو په لنډمهاله توګه ټول اړین معلومات ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button