د کرنې وزير د حیواني روغتیا نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ روسیې ته رسمي سفر کړی دی. د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی عمري به په مسکو کې د «حیواني روغتیا» په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاتوي، وزیر به د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا لوړولو او د ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د یاد وزارت په وینا، د دې سفر موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نوو تکنالوژیو او نړیوالو تجربو شریکول او د حیواني روغتیا په برخه کې د افغان متخصصینو ظرفیت لوړول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button