حماس: صهیونیستي ريژیم د رفح تونلونو کې د مجاهدينو وژلو سره له اوربند ښکاره سرغړونه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” په تازه اعلامیه کې ویلي، چې صهیونیستي اشغالګر رژیم په رفح ښار کې د مجاهدینو د تعقیب، وژنې او نیونې له لارې د غزې د اوربند ښکاره نقض کړی او هڅه کوي دا توافق له منځه یوسي.
په اعلامیه کې راغلي، چې تېرو څو اوونیو کې حماس له سیاسي مشرانو او منځګړو هېوادونو سره له نږدې همغږي کړې، څو محاصره مجاهدین خپلو کورونو ته ستانه شي او دا موضوع له سوله ییزو لارو هواره شي؛ خو د حماس په وینا، اسرائيلي رژیم ټولې هڅې سبوتاژ کړې، او پر ځای یې د زور، جرم او نیونو لاره خپله کړې ده.
حماس خبرداری ورکړی، چې دا بریدونه د هغو منځګړو هېوادونو د هڅو سپکاوی دی، کوم چې د اوربند د تطبیق لپاره روانې دي.
د حماس په وینا، دا اتلان د فلسطین د ازادۍ، عزت او قربانۍ سمبولونه دي او نړیوال باید د دوی د ژغورنې لپاره بیړني اقدامات وکړي.
د یادونې ده چې رفح ښار کې له څو اوونیو راهیسې د اسرائيلو بریدونه روان دي، چې ګڼ شمېر ولسي وګړي او ځینې مجاهدین پکې شهیدان شوي دي.



