د افغانستان او ترکیې د تجارت وزیرانو کتنه؛ کابل او انقره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډ کاري ګروپ جوړوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نورالدین عزیزی، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې په سفر کې د دې هېواد د سوداګرۍ وزیر عمر پولات سره کتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتولو، د ترک شرکتونو پانګونې ته د هڅونې او د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې کړي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو هېوادونو په دې موافقه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ګډ کاري ګروپ جوړ کړي، چې لومړۍ ناسته به یې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

همدارنګه، په دې کتنه کې د چابهار بندر د اغېزمنې استفادې، د افغانستان د پنبې صادراتو د زیاتوالي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او دوامداره سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو په اړه هم خبرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button