اسلامي امارت تاجکستان کې د چینايي اتباعو د وژلو پېښه وغندله او د ګډو څېړنو ډاډ یې ورکړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزارت په تاجکستان کې د ختلان ولایت د شمسالدین شاهین په سیمه کې د درې چینايي اتباعو د وژل کېدو د پېښې په اړه له چین او تاجکستان سره خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.
بهرنيو چارو وزارت د اړونده ادارو د لومړنیو ارزونو په حواله ويلي، چې په پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بېثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ د رامنځته کولو هڅې کوي زیاتوي چې دا ډول پېښې د سیمهییزو اړیکو د خرابولو لپاره پلان کېږي.
اسلامي امارت ټینګار کړی چې د پېښې د دقیقو عواملو د څېړلو لپاره له تاجکستاني حکومت سره د بشپړې همکارۍ، معلوماتي تبادلې، تخنیکي همغږۍ او ګډو ارزونو ته چمتو دی او هیله لري چې عاملین ژر تر ژره وپېژندل شي.



