امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته په بېړني ډول د ويزې ورکول بند کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغان پاسپورټ لرونکو کسانو سره د ویزو جاري کولو پروسه یې په بېړني ډول بنده کړې ده.

وزارت ویلي، دا پرېکړه د ملي امنیت او د امریکا د خلکو د خوندیتوب د ساتنې په موخه شوې ده، خو د دې پرېکړې د دوام او استثناوو په اړه یې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

یاده پرېکړه وروسته له هغه شوې چې څو ورځې وړاندې رحمان‌الله لکنوال، یو افغان تابع، چې په افغانستان کې يې د امريکايي استخباراتو سي آی ای سره لس کاله کار کړی و، د واشنګټن په سیمه کې د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې. له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو د کډوالۍ قضیو د بیاکتنې امر وکړ.کث

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپل پیغام کې ویلي چې د هېواد امنیت یې تر ټولو لوړ لومړیتوب دی.

د هغه په وینا، حکومت د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو د ټولو قضیو بیا ارزونه پیل کړې څو د امنیتي معیارونو بشپړه پلي کېدل یقیني شي

مربوطه مطالب

Back to top button