امير خان متقي د ايکو وزیرانو غونډه کې؛ افغانستان له سیمې سره د اقتصادي همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ او په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اسلامي امارت څلور کلنې لاسته راوړنې، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د سیمې د اتصال په برخه کې د افغانستان مهم جغرافیایي موقعیت يې تشریح کړ.
ښاغلي متقي وویل چې افغانستان چمتو دی له ايکو سازمان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ، ترانسپورت او نورو برخو کې اړیکې او همکاري پراخه کړي او ټینګار يې وکړ چې غړي هېوادونه کولای شي د افغانستان له اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو څخه استفاده وکړي.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان د نشهيي توکو پر وړاندې ګامونه او اقتصادي ثبات وستایه او د ګډو سیمهییزو پروژو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د ايکو نهجلا کېدونکی غړی وباله او هغه یې د جنوبي آسیا لپاره د سوداګرۍ او ترانزیت مهمه لنډه لار وښوده.



