دمشق کې په اسرائیلي سرتېرو برید؛ ۴ پوځیان ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د یوې وسلهوالې حملې په پایله کې څلور اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، برید د دمشق په حومه سیمه کې شوی، چې پکې د اسرائیلي ځواکونو یو موټر په نښه شوی او له امله یې څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان وایي، برید د نامعلومو وسلهوالو له لوري شوی او تر پېښې وروسته سیمه د اسرائیلي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.
اسرائیلي چارواکو تر دې دمه د برید په اړه ډېر جوزییات نه دی په ډاګه کړی؛خو سیمه ییزې سرچینې وایي، ممکن دا برید د هغو ډلو له لوري شوی وي چې د مقاومت محور بلل کېږي او سیمه کې د صهیونیستي رژیم پر ضد وسلهوال فعالیتونه کوي.



