د سوډان جګړه؛ پلازمینه خرطوم کې هوایي بریدونه- لسګونه وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د حکومتي ځواکونو له لوري پر وسلهوالو ملېشو هوایي بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وایي، بریدونه د چټک ملاتړ ځواکونو پر قرارګاوو او مرکزونو متمرکز وو، چې د درنو چاودنو له امله ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د سوډاني پوځ ویاند ادعا کړې، چې عملیاتو کې د چټک غبرګون ډلې شاوخوا ۳۰ غړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي؛ خو دغې ملېشه ډلې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
نښتې او هوایي بمبارۍ لا هم دوام لري او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د بشر حقونو نهادونه له ښکېلو لوریو غواړي، چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او شخړه له سیاسي لارو حل کړي.



