ایران د عراق کردستان کې د مخالفو ډلو پر پټنځایونو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د ایران جنګي الوتکو د عراق د کردستان په ځینو برخو هوايي بریدونه کړي، چې پکې مهم اهداف په نښه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، بریدونه تېره شپه ترسره شوي او د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په وینا، د هغو وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو متمرکز وو، چې تهران یې د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼي.

عیني شاهدان وایي، بمبارۍ له درنو چاودنو سره مل وې او ځینې ودانۍ یې ویجاړې کړې دي؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق جزئیات تر دې دمه نه دي خپاره شوي.

تر اوسه د عراق حکومت یا کُردي چارواکو د بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې ایران وخت ناوخت د عراق کردستان کې د هغو مخالفو ډلو پر ضد بریدونه کوي، چې د تهران پر ضد فعالیتونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button