د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۲۶۱ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د هېواد له بېلابېلو لارو ۲۶۱ کورنۍ (۱۳۳۲ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او د ثبت، بایومتریک، روغتیايي خدمتونو، مخابراتو، لېږد او مالي مرستو په ګډون اړین خدمات ورسره شوي دي. تر ټولو ډېر مهاجر د ورېښمو د لارې راستانه شوي چې پکې د کورنیو ترڅنګ ۱۷۰۷ تنه انفرادي مسافر هم شامل دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول ۴۸۹ کورنۍ (۲۹۰۷ تنه) د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې، اسلامکلا او ورېښمو له لارې بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د ټرانسپورټ لپاره ۴،۲۹۱،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. همداراز ۹۹۲ کورنیو ته د نغدو پیسو په بڼه ۱۰،۵۱۴،۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.



