په اسلام‌کلا ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته تېل له منځه یوړل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مالیې وزارت وایي چې د هرات ولایت د اسلام‌کلا په سرحدي ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته پټرولو او ډیزلو تېلو د محکمې د حکم پر بنسټ له منځه یوړل شول.

وزارت زیاتوي، دغه مواد په بېلابېلو وختونو کې د قاچاق کوونکو له لوري په سوداګریزو موټرونو کې په پټه هېواد ته راوړل شوي وو، چې د ګمرک مسؤلینو له خوا ونیول شول. وروسته له لابراتواري معایناتو څخه څرګنده شوه چې تېل بې‌کیفیته او د استعمال لپاره مناسب نه دي، له همدې امله د تخریب پرېکړه وشوه.

د مالیې وزارت ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګریز توکي په دقیق ډول پلټل کېږي او هېڅ څوک نشي کولای ناقص، بې‌کیفیته یا ممنوعه توکي هېواد ته وارد یا له هېواده صادر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button