لغمان کې راستنو شویو هېوادوالو ته د نمرو وېش لړۍ پیل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د لغمان ولایت سفر پر مهال په رسمي توګه د راستنو شویو هېوادوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل کړه.

د لغمان د کور او ښار جوړونې ریاست د معلوماتو له مخې، په مرکز اړوند کافر ګلۍ کې ۱۰۵۰ جریبه، د مهترلام بابا په دښته کې ۱۳۲۵ جریبه او د علیشنګ ولسوالۍ په شمکټ سیمه کې ۴۰۳۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده چې په پړاوونو کې به پر مستحقو راستنو شویو هېوادوالو ووېشل شي.

چارواکي زیاتوي چې د ځمکو د سروې، نقشه‌برارۍ او تنظیم چارو بشپړېدو ته په کتو، په نږدې راتلونکي کې د نمرو د وېش نور پړاوونه هم پیلېږي، او وزارت هڅه کوي چې د هېوادوالو د بېرته اسکان لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button