ملا عبدالسلام ضعیف: پاکستان غواړي د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بېباوري رامنځته کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، چې په تاجکستان کې د چینایي شرکت پر کارکوونکو د شوې ډرون حملې تر شا د پاکستان لاس دی.
نوموړي ویلي، پاکستان هڅه کوي د چین، تاجکستان او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ بېباوري رامنځته کړي، خو دا هڅه به نتيجه ورنکړي.
ښاغلي ضعيف په خپل رسمي اکس اکاونټ ليکلي چې د نن ورځې ټېکنالوژي هېڅ کار پټ نه پرېږدي، او چین، روس او نور هېوادونه د دې توان لري چې ثابته کړي ډرون له کومه ځایه الوزول شوې ده. د ضعیف په وینا، دا پېښه به د پاکستان لپاره «درنه رسوایي او سخته څپېړه» وي.
ملا ضعیف د پاکستان پوځ «نااهله رژیم» بللی او وايي، هغه څومره چې ښوریږي، هغومره به ښویېږي.
نوموړی زیاتوي چې په تېرو ورځو کې پاکستان پر افغانستان او کرمې ډرون بریدونه کړي او اوس یې د تاجکستان خاورې په نښه کولو سره هڅه کړې چې سیمهییز اعتماد ګډوډ کړي، خو دا «غلط فکر» دی او پایله به یې د پاکستان پر ضد تمامیږي.



