د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۱۱۸۸ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۱۸۸ کورنۍ (۶۵۵۳ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او له هغوی سره د ثبت، بایومتریک، لېږد، روغتیايي خدمتونو، مخابراتو او مالي مرستو په ګډون اړین خدمات ترسره شوي دي. تر ټولو ډېر مهاجر د سپین بولدک له لارې ثبت شوي چې شمېر یې ۹۶۹ کورنۍ او ۵۴۰۴ تنه دی، ورپسې د تورخم له لارې ۱۹۰ کورنۍ راستنې شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۲۶۰ کورنۍ (۸۱۰۲ تنه) د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او د ټرانسپورټ په برخه کې شاوخوا ۷.۹ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده. همداراز ۷۸۰ کورنیو ته د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
د خدماتو په برخه کې له مهاجرینو سره د خوراک، روغتیا او مخابراتو اړینې مرستې ترسره شوې دي.



