سهیل شاهین: پاکستان د واشنګټن پېښه د افغانستان پورې تړي او هدف یې بدنامول دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په قطر کې د افغانستان سفير سهیل شاهین ویلي، د پاکستان استخباراتي اداره (آیاېساې) هڅه کوي چې د واشنګټن وروستۍ ډزې د افغانستان له حکومت سره وتړي او د امارت د بدنامولو فضا رامنځته کړي.
نوموړي یوې هندۍ رسنۍ ته ویلي چې احتمال شته بهرنۍ استخباراتي کړۍ په دې قضیه کې لاس ولري او غواړي افغانان د یو امنیتي ګواښ په توګه وښيي.
شاهین ټینګار کړی چې د اسلامي امارت دریځ ثابت دی او هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د بهرنیو بریدونو لپاره وکاروي. هغه ویلي چې د پېښې په تړاو پراخ او بېطرفه تحقیق باید وشي، ځکه د مظنون شخص د امنیتي تېرې سابقې او بهرنیو ادارو سره د اړیکو په اړه پوښتنې شته.
د راپورونو له مخې، په واشنګټن کې د ډزو تورن افغان رحمانالله لکنوال نومول شوی، چې ویل کېږي په تېر کې یې د سیاېاې سره همکاري کړې وه او په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د وتلو وروسته د امریکا له لوري ايستل شوی و.



