د سوډان جګړه؛ د ملېشه ځواکونو بریدونو کې ۷۰ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو د حکومتي پوځ پر پوستو سخت بریدونه کړي، چې له امله یې د پوځ لږ تر لږه ۷۰ سرتېري وژل شوي دي.
سرچینې وایي، دا بریدونه د جمعې ورځې راهیسې پيل شوي، چې د درنو نښتو او چاودنو له امله ګڼو سیمو کې امنیتي وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د سوډاني پوځ اړوند سرچینې مني، چې ملېشه ځواکونو بریدونه زیات کړي؛ خو د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه تأییدوي.
بل لور ته، چټک ملاتړ ځواکونه ادعا کوي، چې ګڼ شمېر حکومتي ځواکونه یې وژلي او وسلې یې هم نیولې دي.
د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته اندېښنې زیاتې شوي، او د بشري حقونو سازمانونه له ښکېلو خواوو غواړي، چې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره سولهییز حل ته ژمن شي.



