ولسمشر اردوغان: صهیونیستي ریژیم اوربند نقضوي – حماس لا هم ژمن دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” وایي، چې صهیونیستي رژیم په قصدي ډول د بېلابېلو پلمو په جوړولو سره په غزه کې د اوربند خلاف عمل کوي او د جګړې دوام ته لاره هواروي.

اردوغان دا څرګندونې استانبول ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي او ویې ویل، سره له دې چې اسرائيلي ځواکونه پرلپسې د اوربند خلاف ګامونه پورته کوي؛ خو د حماس اسلامي غورځنګ لا هم د اوربند هوکړې ته ژمن پاتې دی.

نوموړي وویل، چې د غزې په بریدونو کې تر اوسه له ۱۶ زرو زیات زده‌کوونکي، ۸۳۰ ښوونکي، ۱۹۳ ساینسپوهان، استادان او له ۲۷۰ ډېر خبریالان شهیدان شوي دي.

اردوغان زیاته کړه، چې اسرائیل نه یوازې دا چې د غزې خلک یې شهیدان کړي، بلکې بې‌کوره یې کړي او له خوړو او اساسي بشري اړتیاوو هم محروم کړي دي.

هغه وویل، ترکیه به د اوربند د دوام، د دوامدارې سولې او بشري مرستو د رسولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او تر هغې چې یوه خپلواک او آزاد فلسطيني دولت نه وي جوړ شوی، د دوه‌دولتي حل ملاتړ ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button