امريکا: د سټاکټن ښار په يوې مېله کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

امریکايي چارواکي وايي، د کلفرونیا ایالت د سټاکټن ښار په یوه کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د شنبې ماښام د لوسیل ایونیو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یو ماشوم د زېږون جشن په یو مېلمستون کې روان و.

د سان‌خواکین کاونټي د پولیسو دفتر وايي، بریدګر لا هم نه دی نیول شوی او د ده هویت هم لا څرګند نه دی.

د پولیسو مسؤله هیتر برېنټ وایي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه ښايي هدفمند وسله وال برید وي، خو د برید انګېزه او شکمن کس لا نه دی معلوم.

چارواکي وایي، د FBI او ATF په ګډون فدرالي ادارې د پېښې په څېړنه او د بریدګر په لټون کې له پولیسو سره مرسته کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button