د رياست الوزرا مرستيال: د سوداګرو امنیت خوندي دی او د ورکړل شويو پانګونې فرصتونو نه دی ګټه واخلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسؤلينو او ملي سوداګرو سره په کتنه کې وويل، اسلامي امارت د سوداګرو د ځاني او مالي امنیت تأمين ته ژمن دی او ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سوداګرو د ټرانسپورټ او لارو په برخه کې د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د توکو د لېږد رالېږد پیاوړتیا د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه ده.

مولوي حنفي ټینګار وکړ چې حکومت د صادراتو، تولیدي فابریکو او کانونو په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره شرایط برابر کړي او له ملي سوداګرو یې وغوښتل چې له موجودو اقتصادي فرصتونو پراخه ګټه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button