ولسمشر اردغان: ترڅو چې دوه دولتي حلاره عملي نه شي د فلسطین او اسرائیلو شخړه به روانه وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، تر هغو چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د دوه‌ دولتي حل لاره عملي نه شي، دا شخړه به دوام ولري او منځني ختیځ کې به سوله را نه شي.

اردوغان دغه څرګندونې استانبول کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې اسرائیلي رژیم د بېلابېلو پلمو په جوړولو سره په غزه کې د اوربند خلاف عمل کوي، ملکي وګړي شهیدانوي او د جګړې دوام ته زمینه برابروي.

نوموړي ویلي، سره له دې چې صهیونیستي ځواکونو اوربند ته ژمنتیا نه ده ښودلې؛ خو د حماس اسلامي غورځنګ بیا هم د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

اردوغان د شهیدانو شمېر ته په اشاره سره وویل، چې په غزه کې تر اوسه له ۱۶ زرو زیات زده‌کوونکي، سلګونه ښوونکي، ساینسپوهان، استادان او خبریالان د اسرائيلو په بریدونو کې شهیدان شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې ترکیه به د اوربند د دوام، بشري مرستو او دايمي سولې لپاره هڅې جاري وساتي او تر هغې چې یو خپلواک فلسطيني دولت جوړ نه شي، د دوه‌دولتي حل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button