افغانستان او ایران د درملو وارداتو او فني همکارۍ نوې تفاهمنامه لاسلیک کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې په مزارشریف کې د افغانستان او ایران ترمنځ د درملو د وارداتو، لابراتواري خدماتو او تخنیکي همکارۍ په برخه کې نوې تفاهمنامه لاسلیک شوه. د یادې موافقې د لاسلیک په مراسمو کې د بلخ د سوداګرۍ خونې سرپرست هارون رشید قاضي وویل، چې د ایران له اړوند شرکت سره همکاري به د هېواد د درملو اړتیاوې پوره کړي او هغه طبي ازمېښتونه چې په افغانستان کې ممکن نه دي، په ایران کې ترسره شي.
ښاغلی هارون رشید قاضي زیاتوي چې دغه تفاهمنامه په داسې مهال لاسلیک کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له امله د پاکستان له لارې د درملو واردات درېدلي دي. نوموړي وویل: «له اوزبکستان وروسته اوس له ایران سره دا نوې مرحله پیل شوه او هڅه روانه ده چې په راتلونکې کې له ترکیې سره هم د درملو د همکارۍ پراخ تړونونه وشي څو افغانستان د یوې سرچینې له انحصار څخه ووځي.»
د ایران د «هلدینګ داروپخش» عمومي مدیر سید محمد خوانساري هم ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د درملو د صادراتو ترڅنګ په ګډو تولیدي پروژو، لابراتواري همکارۍ او د تخنیکي پوهې په لېږد کې له افغان لوري سره کار وکړي.
په بلخ کې د درملو د خدماتو اتحادیې رییس محمد صادق محمدي وایي، سره له دې چې له پاکستان سره سوداګري درېدلې، خو د درملو کمښت نه شته او بدیلې سرچینې لکه ایران، هند، بنګلهدیش، روسیه او ترکیه د افغانستان اړتیاوې پوره کولی شي.



