اسوشیټیډ پرېس: د واشنګټن د ډزو تورن افغان رحمان‌الله لکڼوال له پېښې وړاندې له جدي رواني ستونزو سره مخ و

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

اسوشیټیډ پرېس په یو تازه راپور کې ویلي، چې نوې افشا شوي برېښنالیکونه څرګندوي افغان پناه‌غوښتونکی رحمان‌الله لکڼوال ـ چې په امریکا کې د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو په تور نیول شوی ـ له اوږدې مودې راهیسې له شدیدو رواني ستونزو رنځیده.

د راپور له مخې، په واشنګټن کې یو ټولنیز فعال د پېښې له رامنځته کېدو وړاندې د هغه د روان وضعیت په اړه د اندېښنې ډک خبرداري اړوندو ادارو ته استولي وو.

برېښنالیکونه ښيي چې دغه فعال د لکڼوال د ځان‌وژنې احتمالي خطر او رواني خراب وضعیت په اړه د کډوالو له یوې ادارې سره مفصل معلومات شریک کړي وو، خو سره له دې څرګنده نه ده چې د اندېښنو په اړه جدي ګام اخیستل شوی و او که نه. راپور زیاتوي چې دغه خبرداري د ډزو د پېښې له رامنځته کېدو مخکې ورکړل شوي وو.

اسوشیټیډ پرېس وایي چې د یادو ایمیلونو افشا کېدل په امریکا کې د افغان پناه‌غوښتونکو د رواني ملاتړ، د هغوی د وضعیت د څار، او د کډوالو ادارو د مسؤلیتونو په اړه نوي بحثونه پارولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button