د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۱۰۵۳ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د هېواد بېلابېلو لارو ته په اجباري ډول ۱۰۵۳ کورنۍ (۴۸۳۴ تنه) افغان مهاجرین راستانه شوي او د ثبت، بایومتریک، لېږد، روغتیايي چارو، مخابراتو او مالي مرستو په ګډون لومړني خدمات ورته ترسره شوي دي. تر ټولو ډېر مهاجر د سپین بولدک له لارې ثبت شوي او ورپسې د تورخم، ورېښمو پل، اسلامکلا او بهرامچې له لارو لسګونه نورې کورنۍ راستانه شوې دي.
په ټرانسپورټ برخه کې ۱۱۶۰ کورنۍ (۶۵۶۶ تنه) خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره شاوخوا ۷،۲۴۸،۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. همداراز د مالي چارو د تنظیم کمېټې په ټولیز ډول ۷۸۵ کورنیو ته نغدې مرستې رسولې دي.
راستانه شویو مهاجرینو ته د خوراک، اوبو، درملنې او مخابراتي وسایلو په ګډون بیړني خدمات برابر شوي دي.



