عبدالملک حوثي: یمني ځواکونه د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو پر وړاندې بشپړ چمتوالی لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر” سید بدرالدین عبدالملک حوثي” وایي، چې د دغه هېواد ځواکونه د صهیونیستي رژیم له لوري د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتو دي.
حوثي دغه څرګندونې د یوه تلویزوني وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې د یمني پوځ او ولس چمتووالی یوازې د فلسطین له مظلوم ملت سره د ملاتړ له وجې دی او که اسرائیل هر ډول تجاوز وکړي، سخت غبرګون به وویني.
هغه زیاته کړې، چې د غزې جګړه یوازې د حماس جګړه نه ده، بلکې دا د ټول امت جګړه ده او اشغالګرو ته باید اجازه ور نه کړل شي، چې د بېدفاعو خلکو نسلوژنه وکړي.
عبدالملک حوثي ټینګار کړی، چې د یمن ولس به د فلسطیني ملت ملاتړ ته دوام ورکړي او که اړتیا پېښه شي، د صهیونیستي رژیم پر ضد به عملي اقدامات هم وکړي.



