صومالیا کې پر حکومت ضد وسله والو د ترکیې هوایي بریدونه؛ لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د ترکیې جنګي الوتکو د صومالیا په بېلابېلو سیمو کې د حکومت ضد وسلهوالو پر پټنځایونو هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونو وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې زیاتوي، بریدونه د صومالیا د حکومت په غوښتنه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي، چې پکې د الشباب وسله والې ډلې پر مهمو مرکزونو هوایي بریدونه شوي دي.
د صومالیا امنیتي چارواکو ویلي، چې بریدونو کې د الشباب ډلې ګڼ غړي وژل شوي او وسلې یې له منځه وړل شوې دي؛ خو د دقیق شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ترکیې حکومت هم تر اوسه د بریدونو رسمي جزییات نه دي خپاره کړي؛خو سیمه ییزو رسنیو دا د دواړو هېوادونو د امنیتي همکارۍ برخه بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې ترکیه له څو کلونو راهیسې د صومالیا له حکومت سره پوځي او لوژستیکي همکاري لري.



