د برېښنا شرکت رییس او د ایران سفیر د پاکې انرژۍ او برېښنا تجهیزاتو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره د پاکې انرژۍ د سرچېنو پراختیا او د برېښنا تجهیزاتو تولید په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي. ښاغلي عمر ویلي چې اوس د پانګونې کچه تر هر وخت ډېره لوړه شوې او ایرانی شرکتونه کولی شي په یادو برخو کې سرمایهګذاري وکړي.
د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید په سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې په ټولو برخو کې بشپړ ملاتړ شته او د تخنیکي انجنیرانو لپاره به د ویزو آسانتیاوې هم برابرې شي، تر څو دواړه هېوادونه وکولی شي په پاکه انرژۍ او تجهیزاتو تولید کې ګډې پانګونې ترسره کړي.



