جنرال اسحاق بریک: د اسراییل پوځ د زرګونو افسرانو د تېښتې له امله له تر ټولو خطرناک بشري بحران سره مخ شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د اسراییل د پوځ متقاعد جنرال اسحاق بریک وایي چې د دې هېواد پوځ د خپل تاریخ تر ټولو سخت بشري بحران سره مخ دی، ځکه چې په تېرو میاشتو کې زرګونه لوړپوړي افسران او د صف افسران له پوځ څخه وتلي او لا هم د پرېښودو غوښتنلیکونو څپه روانه ده.
د هغه په وینا، ځوان افسران د دایمي قراردادونو لاسلیک کولو ته زړه نه ښه کوي او د بشري سرچینو کیفیت په بېسارې توګه کم شوی دی.
راپورونه ښيي چې د افسرانو کمښت په جګړېيي واحدونو کې د جدي ستونزو سبب شوی، تر هغه چې د وسلو او نظامي تجهیزاتو ساتنه او د جګړېيي منظومو چلول سخت ګډوډ شوي دي. جنرال بریک خبرداری ورکوي چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، نو بشري بحران به د اسراییل پوځ د «بشپړ فلج» لور ته بوځي.



