حسام بدران: اوربند ته ژمن یو؛ خو رفح کې به مبارزه روانه وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر ویاند “حسام بدران” ویلي، چې غورځنګ یې تر اوسه هم د غزې د اوربند تړون ته ژمن دی؛ خو صهیونیستي رژیم د تړون دویم پړاو ته د داخلېدو جرئت نه لري.
بدران دغه څرګندونې په تازه بیان کې کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د غزې د خلکو پر ضد د اسرائيلي رژیم د وحشتونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په رفح سیمه کې روانه مبارزه به دوام ولري او د حماس جنګیالي به هېڅکله خپلې وسلې اشغالګرو ته ونه سپاري.
د حماس د مشر دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې اسرائيلو بیا د اوربند خلاف کړنې پیل کړې او د رفح ښار په ګډون یې د غزې ګڼې برخې له سختو بریدونو لاندې نیولي دي.



