د جنرال دوستم پلویانو په مزار شریف کې په مظاهرو لاس پورې کړى

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ په مزار شریف کې د جنرال دوستم انځورونه لرې او څیرې کړی شوي وو، چې دې کار د دوستم د پلویانو غوسې را پارولي دي، چې په غبرګون کې يې نن په مزار شریف کې مظاهرې کړي.
د جنرال دوستم انځورونه د نوروز پر شپه د مزار شریف د ښار په څلور لاري کې لرې او څيرې کړی شوي وو.
د دوستم ملېشه وایي، چې دغه اقدام یو تنظیمي عمل دی، مګر د بلخ ولایت مقامات وايي، چې د دوستم د انځور څيري کېدنه د ګانګسټرانو کار دی، چې د مجرمينو د نيول کېدو لپاره يې عمليات پیل کړي دي.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې د دوستمي او جمعیتي ملېشو تر منځ سخته جګړه ونښته، چې دواړو لوریو سخت تلفات ولیدل.



