امریکایي جنرال نیکولسن له پاکستاني جنرال راحیل شریف سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر ISPR له لورې په یوه یوه خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره د دوشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي قومندانۍ کې سره لیدنه کړې ده.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې دواړو پوځي مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو سربېره د سیمې پر امنیتي وضعه، د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې په همکارۍ او د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې نیکولسن د «ترهګرۍ» پر خلاف د پاکستان د پوځ ضرب غضب نومي عملیات او د سیمې د امنیت لپاره د دوی د هڅو ستاینه کړې ده.
نیکولسن د پاکستاني پوځ له مشر راحیل شریف سره لیده کاته په داسې حال کې کړي دي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه د پاکستان، د افغانستان، د چین او د امریکا استازو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو څخه د سولې په خبرو کې د ګډون غوښتنه کړې وه، خو طالبانو بيا سوله د خپلو شرطونو تر منل کېدو پورې ځنډولې اعلان کړه.
د یادولو ده، چې جنرال نیکولسن په دې وروستیو کې د امریکا له لورې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال کمپبل ځای ناستی وټاکل شو، چې پاکستان ته یې دا لومړی سفر دی.



