د برکینا فاسو نوی قانون؛ غل جېل ته نه لېږل کېږي، بلکې د ملت په خدمت کې به بوخت وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د برکینا فاسو ۳۷ کلن مشر، کپتان ابراهیم ترور، یو نوی قانون معرفي کړی چې د نړۍ پام یې ځان ته را اړولی دی.
تر دې نوي قانون لاندې، که څوک د غلا په تور ونیول شي، نو نور به جېل ته نه لېږل کېږي، بلکې تر هغې به د هېواد په عامه خدمت یا پرمختیايي کارونو کې بوخت ساتل کېږي، ترڅو چې د غلا شوې پیسې بېرته ورکړي. دغه کسان به یوازې هغه وخت خوشې شي، چې غلا شوې شتمني بېرته وسپاري.
ابراهیم ترور ویلي، “موږ غلا د پور د ورکړې بڼې ته اړوو؛ غله به نور په جېل کې د مفت ډوډۍ پر ځای، د ملت په جوړونه کې مرسته کوي. دا د ټولنې د امنیت او اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام دی.”
یاد سیاست د ملي احساس، رښتینې مشرتابه او لید لرل ښيي، کوم چې په افریقا کې ډېر کم لیدل کېږي.



