کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پاکستانۍ رسنۍ ډان د نوي راپور له مخې، د ډیورنډ کرښې تر بندېدو وروسته د دواړو لورو سوداګري په ټپه درېدلې او پاکستاني صادرونکي له لویو مالي تاوانونو سره مخ شوي دي.
راپور وايي چې د سیمېنټو، ډبرو سکرو، درملو، مېوو، سبزیو، غوړو او اوړو په ګډون د خوراکي او غیرخوراکي توکو لېږد له سخت ځنډ او بندښت سره مخ شوی دی.
شنونکي خبرداری ورکوي، که د تګ راتګ بندیز همداسې دوام وکړي، نو پر پاکستاني صادراتو به نور هم فشار زیات شي.
راپور زياتوي چې د ډبرو سکرو او سیمېنټو صادرات او واردات بشپړ درېدلي او د یو ټن ډبرو سکرو بیه له پخوانیو ۳۰ تر ۳۲ زرو روپیو څخه ۴۲ تر ۴۵ زرو ته لوړه شوې ده.
پاکستان هرکال نږدې څلور میلیونه ټنه سکاره واردوي، او اوس یې د افغانستان پر ځای د سویلي افریقا، اندونیزیا او موزمبیق سکرو ته مخه کړې ده.
همدارنګه د چراټې، فوجي او میپل ليف سیمېنټ فابریکې به په دې بندیز کې د پام وړ زیان وویني، ځکه چې افغانستان ته د دوی صادرات د عوایدو تر ۱۰ سلنې پورې برخه جوړوي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې په وینا، اوسمهال شاوخوا ۷۰۰ تر ۷۵۰ کانټینرونه په چمن، او ۳۵۰ تر ۴۰۰ په تورخم کې بند پاتې دي، او په بېلابېلو بندرونو کې ټولګه یې له ۹ زرو کانټینرونو اوښتې ده. راپور زیاتوي چې پاکستان د افغانستان د بازار له تړل کېدو سره د غنمو، اوړو او درملو په لویو قراردادونو کې د میلیونونو ډالرو عاید له لاسه ورکړي، او حتی د مېوو په وارداتو کې هم بدلون راغلی، څو چې انار اوس د افغانستان پر ځای له ایران څخه پاکستان ته رسیږي او بیې یې دوه برابره لوړې شوې دي.


















