کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په خوست ولایت کې نن سېشنبه (۱۱ لېندۍ) د قتل یوې قضیې تورن کس د قصاص په سزا اعدام شو. د خوست د ولایت ویاند مستغفر ګربز وايي، ولایتي چارواکو او قومي مشرانو هڅه وکړه چې د مقتول کورنۍ بښنه وکړي، خو هغوی یې غوښتنه ونه منله.
د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، منگل د طلاخان زوی، د پکتیا ولایت د سیدکرم اوسېدونکی، لس میاشتې مخکې په علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې یو کس په ډزو وژلی و. محکمې ویلي چې د همدې قضیې په تړاو پر دوو نورو کسانو هم د قصاص حکم شوی، خو د مقتول د خپلوانو د نه حاضرېدو له امله یې پلي کېدل ځنډېدلي دي.
ستره محکمه وايي چې د قصاص دغه حکم په مرکز خوست کې د ورزشي لوبغالي په میدان کې عملي شو او دا د اسلامي امارت له لوري د قصاص د عملي کېدو یوولسم مورد دی.


















