کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د وینزوېلا ولسمشر “نیکولاس مادورو” ویلي، چې امریکا هڅه کوي د بندیزونو، فشار او رواني جګړې له لارې یې حکومت نسکور کړي او اوس یې پوځي حضور هم زیات کړی دی.
مادورو دا څرګندونې د پلازمېنې کاراکاس په یوه پراخ لاریون کې کړي، چې وویل، وینزوېلا د غلامۍ سوله نه مني او خپلواکي او عزت ته ژمنه ده.
هغه زیاته کړه، چې واشنګټن په کارابین سمندر کې ۱۱ جنګي بېړۍ او نږدې ۱۵ زره عسکر ځای پر ځای کړي، چې دا کار د وینزوېلا پر ضد د جګړې د تیارۍ یوه برخه ده.
امریکایي رسنۍ “فاکس نیوز” او “نیویارک پوسټ” دغه ګام د وینزوېلا د حکومت پر ضد د فشار څرګند پیغام بللی دی.
مادورو نړیوالو ته په خپل پیغام کې وویل: چې د امریکا دا کړنې د سیمې ثبات ته ګواښ دي او هېواد یې د هر ډول یرغل پر وړاندې د مقابلې بشپړ چمتووالی لري.


















