افغانستان او تاجکستان د سرحدي امنیت او ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر سر هوکړې ته رسېدلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین نن د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي امنیت او سیمه‌ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي ویلي چې دواړو هېوادونو د اعتماد فضا رامنځته کړې، خو ځینې کړۍ هڅه کوي دغه مثبت بهیر زیانمن کړي.

مولوي متقي د تاجکستان په خاوره کې وروستیو امنیتي پېښو او د چینایي اتباعو د وژل کېدو پېښه د غندنې او تأسف وړ بللې او څرګنده کړې چې اسلامي امارت د سرحدي امنیت د ټینګښت، ګډو تحقیقاتو او هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري. نوموړي ټینګار کړی چې د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوشنبه د کابل له حکومت سره د مثبت تعامل ملاتړی دی. دواړو وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظمې همغږۍ، د امنیتي کمېټو د دوام او د تخنیکي ناستو پر پراخېدو موافقه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button