شمالي وزيرستان: وسله‌وال بريد کې د مرستيال کمېشنر د وژنې تر څنګ ۴ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې ، په شمالي وزيرستان کې د ميرانشاه د مرستيال کمېشنر پر قافله وسله‌وال بريد شوی چې په ترڅ کې مرستيال کمېشنر شاه ولي او دوه پولیس سرتېري وژل شوي، دوه نور ټپيان دي.

د پولیسو په وينا، نامعلومو وسله‌والو پر قافله وسله وال برید کړی او له برید وروسته یې د مامورينو يو موټر هم سوځولی دی.

راپور زياتوي امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي، ساحه يې کلابنده کړې او د بريد کوونکو د لټون چارې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button