کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي چې په پاکستان کې د پنجابي پوځي کړۍ تر واک لاندې په ټولو څلورو صوبو او وفاق کې یو ډول جبر، نیونې او ورکونې روانې دي او هره صوبایي او فدرالي اداره د پوښتنې په بدل کې یوازې دا جمله تکراروي چې “موږ څه نه شو کولای”.
د نوموړي په وینا، هغه میلمانه چې د خیبر پښتونخوا د ۱۲ نومبر د امن جرګې په بلنه ورغلي وو، تر ننه په زندانونو کې دي او خپلو کورونو ته نه دي پرېښودل شوي.
منظور پښتون وايي، په خیبر پښتونخوا کې د نجیب اورکزۍ “مجبور پښتون”، مولانا نعمتالله، سالار فیاض علي خان، عبید سلارزۍ او نور سیاسي او ټولنیز کسان یا نیول شوي او یا بې درکه شوي دي، په داسې حال کې چې په سند کې حاجي عبدالصمد، علي وزیر او مولانا رویدالله د دروغجنو مقدمو له امله تر یو کال زیات زندان تېر کړی زياتوي په بلوچستان کې ماه رنګ بلوچ او د BYC نور فعالان لا هم په زندانونو کې دي، او په اسلام آباد کې د PTM غړی ولي خان مومند او د ایمان مزاري کورنۍ د شدید فشار او قضیو سره مخ ده.
پښتون وایي چې د محکومو قومونو پر وړاندې د جبر، نیونو، ډرون بریدونو او کورونو نړولو پالیسۍ هماغو پوځي کړیو ته ګرځي، خو سیاسي مشران د واک تر ترلاسه کولو وروسته ټول یو شان دریځ خپلوي او د خلکو پر ځای د چوپتیا لاره غوره کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پښتون، بلوچ او نورو محکومو قومونو د حقونو واقعي حل په دولتي چوکیو کې نه بلکې په ګډ ملي مقاومت او ولسي پاڅون کې دی.


















