ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۱ نوې پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې ۳۰ پروژې وړاندې شوي وې چې د ارزونې وروسته کمېسیون د څه باندې ۱ میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې، په ۱۵ پروژو کې یې تعدیلات راوستل او د یوې پروژې قرارداد یې فسخ کړ، یوه پروژه بېرته اعاده شوه او دوې نورې د لا ډېرې ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو ته وسپارل شوې.

اقتصادي معاونیت ليکي، چې په منظور شویو پروژو کې د تخار د یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوايي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونه، د بغلان د دهنه غوري ۱۷ کیلومتره سړک، د پکتیکا د زرګرانو–ګردېز سړک، د سب سټیشنونو جوړول او د کابل موسهي ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې پروژې شاملې دي.

همدارنګه د معدني وسایلو او موټرو پیرود او په باریکاب کې د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې او ډیزاین قراردادونه هم منظور شول.

ملي تدارکات وايي چې یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او د هوايي ډګرونو د خدمتونو ښه‌والي، د برېښنا شبکې پراختیا او د لارو او سړکونو د رغونې په برخه کې د پام وړ اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button