کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د متحده ایالاتو له خوا پر وينزويلا د پوځي ګواښونو، هوايي فضا د بندېدو او پوځي تمریناتو د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دغه اقدامات يې د وينزويلا د حاکمیت، نړیوال قانون او د هوایي چارو د نړیوال کنوانسیون پر ضد وبلل.
امنيت شورا ويلي، چې د امریکا پوځي اقدامات نه یوازې د سیمهییز امنیت لپاره ګواښ رامنځته کوي، بلکې د نړیوالو ژوند او نړیوال هوایي ترافیک هم په خطر کې اچوي.
امنيت شورا ټینګار کړی چې امریکا باید د وينزويلا هوايي فضا او حاکمیت ته درناوی وکړي، د پوځي ګواښونو او مداخلتونو مخه ونیسي او خپل پوځي وسایل لیرې کړي.
دوی نړیواله ټولنه هم هڅولې چې د ملګرو ملتونو د منشور اصول رعایت کړي او د امریکا یو اړخیز اقداماتو د دوام مخه ونیسي.


















