ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر: صهیونیستي ريژیم د غزې د دایمي اشغال هڅه کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر “ریاض منصور” خبرداری ورکړی، چې صهیونیستي ريژیم هڅه کوي، چې د غزې د دايمي اشغال او جګړې سیاست پرمخ یوسي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړي ویلي، چې اسراییلي رژیم نه یوازې په فلسطین، بلکې په لبنان او سوریه کې هم د ځمکو غصب ته دوام ورکړی او دا ډول کړنې د اوږدمهاله اشغال، جګړې او د سولې د له منځه وړلو سبب ګرځي.

ریاض منصور زیاته کړې، چې له نږدې ۸۰ کلونو راهیسې د فلسطینیانو پر وړاندې تاریخي بې‌عدالتي لا هم نه ده حل شوې او نړیوالو ادارو تر اوسه خپلې وعدې نه‌ دي پوره کړي.

هغه وویل، سره له دې چې غزې کې اوربند اعلان شوی؛ خو اسراییلي پوځیان لا هم فلسطینیان شهیدانوي، مرستې یې بندې کړي او د بیا رغونې پروسه ځنډولې ده، چې یوازې د اوربند له اعلان راهیسې تر ۱۰۰۰ زیات کسان شهیدان شوي دي.

منصور خبرداری ورکړی، چې اسراییل غواړي غزه له لوېدیځې غاړې جلا کړي، هلته استوګنځایونه پراخ کړي او د فلسطین دولت له جغرافیې څخه ورک کړي، لکه څنګه چې یې دا کار په اشغالي بیت‌المقدس کې کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button